1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دويچه وېله د بيان د آزادۍ جايزه ناوالنايا ته ورکوله کيږي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۴, جمعه

د روسيې د مخالفانو د مړه شوي مشر اليکسې ناوالني، کونډې او د هغه د اختلاس ضد بنسټ ته د دويچه ويلي د بيان د آزادۍ جايزه ورکوله کيږي.

https://p.dw.com/p/4fTQu
يوليا ناوالنيا، د اليکسې ناوالني کونډه ده
يوليا ناوالنيا، د اليکسې ناوالني کونډه دهانځور: Carsten Koall/dpa/picture alliance

دويچه ويله د جمعې په ورځ (۲۰۲۴ کال د می ۳مه نېټه) اعلان وکړ چې د ۲۰۲۴م کال د بيان د آزادۍ جايزه به يوليا ناوالنايا او د هغې لخوا تاسيس شوي د اختلاس ضد روسيې بسنټ ته ورکوله شي. ناوالنايا د روسيې د مخالفانو د مړه شوي سياستوال اليکسې ناوالني کونډه ده.

ناوالنايا به د جون مياشتې پر پنځمه نېټه په برلين کې په حضوري توگه د دويچه ويله د بيان د آزادۍ لسمه جايزه ترلاسه کړي.

د ناوالنايا «ټينګ همت»

د دويچه وېله عمومي مشر پېتر ليمبورگ، ويلي دي: «يوليا ناوالنايا له هغه لومړي پېل څخه لا د خپل مېړه اليکسې ناوالني په هغو سیاسي فعاليتونو کې ملاتړ کړی چې هدف يې په روسيه کې د رسنيو او د بيان د آزادۍ لپاره مبارزه وه.»

ليمبورگ زياته کړېده: «په کوم همت، اتلوالې، او قوت سره چې دا د آزادې روسيې او هغو کسانو لپاره مبارزه کوي چې ولاديمير پوتين يې خاموشه کول غواړي، زه ورته له احترامه سر کښته کوم.»

ناوالنايا په اپريل مياشت کې د آلمان هغه جايزه وگټله چې د رسنيو د آزادۍ لپاره د غوره فعاليتونو لپاره ورکوله کيږي.

ناوالنايا د پوتين ضد سياسي مخالفينو مشري کوي او په زياته د روان کال په فبرورۍ مياشت کې د روسيې په زندان کې د خپل مېړه د مړينې وروسته يې ياد مسؤليتونه په غاړه دي.

د اختلاس ضد بنسټ څه شی دی؟

ناوالني په ۲۰۱۱ کال په روسيه کې د اختلاس ضد بنسټ بنياد کښېښود. مقصد يې په روسيه کې د اختلاس ضد مبارزه او د روسيې د نخبه گانو د شکمنو فعاليتونو او د اختلاس د شکمنو قضيو څېړل او افشا کول و.

روسي چارواکو په ۲۰۲۱ کال پر دغه ډله بنديز ولگاوه، خو یو کال وروسته دغه ډله په نړيواله سطحه رابرسېره شوه. روسيه دغې ته د «توندلارې سازمان» خطاب کوي.

دغه اختلاس ضد بنسټ د خپلو پلټنو پايلې د ناوالني پر يوټيوب چېنل خپروي. دغه بنسټ د «رشوت اخيستونکو او جگړه مارانو» يو ليست جوړ کړی دی چې پکښې د پوتين رازداران او ټلوالي شامل دي چې ورباندې ثابته شوې چې په ناوړه توگه يې د روسي ولسمشر لپاره په سياست، تجارت او بانکدارۍ کې خپل اغېز کارولی دی.
د دغه بنسټ په مشاورتي بورد کې د اروپايي پارلمان غړي او د بلجيم پخوانی لومړی وزير، گوی فېرهوفشټډټ، د پوليڅر جايزه گتونکې ليکواله، انه اپلباوم او سياسي کارپوه فرانسس فوکوياما هم شامل دي.

Regionalwahlen in Russland | Alexej Nawalny mit seiner Frau Julia
يوليا ناوالنیا د خپل مېړه الیکسې ناوالني او خپلو دوو اولادونو سرهانځور: Andrew Lubimov/AP/dpa/picture alliance

په روسيه کې پر ژورنالستانو قيد و بست

ناوالنيا ته د دويچه ويله لخوا د بيان د آزادۍ د جايزه ورکړه په داسې وخت کې اعلانيږي چې په روسيه کې د ژورنالستانو پر ضد سخت وضعيت حاکم دی.

د دويچه وېله د اعلان څخه صرف څو ورځې مخکې د روسيې پوليسو کونستانتين گابوف چې په رسمي توگه د دويچه وېله خبريال و او کامره مېن سرگې کارېلين ونيول. روسي چارواکو تور ولگاوه چې یاد کسان يې توندلاريتوب ضد مبارزې په ترڅ کې نیولي ولې چې د ناوالني د اختلاس ضد بنسټ سره مربوط يو يوټيوب چېنل لپاره يې مواد چمتو کول. خو تورونه د دويچه وېله سره د هغوی د همکارۍ په تړاو نه دي. د آلمان پر ياده رسنۍ په روسيه کې بنديز دی.

د بيان د آزادۍ جايزه څه شی ده؟

د (DW Freedom of Speech Award) په نوم کلنۍ جايزه له ۲۰۱۵ کال راهيسې هغو اشخاصو يا سازمانونو ته ورکوله کېږي چې د آزادۍ د حقونو او په زيات د بيان د آزادۍ لپاره يې ځانگړي کارونه او خاصه مبارزه کړې وي. سعودي بلاگر رايف بدوي د دغې جايزې لومړی گټونکی و.

تېر کال ياده جايزه په ال سلوادور هيواد کې زېږېدلي ژورناليست اوسکار مارتينيڅ ته ورکړل شوه. نوموړی د ال سالوادور په هيواد کې د آنلاين مجلې «ال فېرو» سرمدير دی او ياده جايزه ورته د خپل کار لپاره ورکول شوه.

په ۲۰۲۰ کال دغه جايزه و ژورناليست او ناول لیکونکي مستيوسلاف خيرنوف او فريلانس ژورناليست ايفگني مالېتکا ته د روسيې او اوکراین د جگړې په تړاو راپورونو ورکولو لپاره ورکوله شوه.

د دويچه وېله لخوا د بیان د آزادۍ د جايزې ورکړه عموما د دويچه وېله لخوا هر کال د آلمان په بون ښار کې کېدونکي گلوبل ميډيا فوروم له مهمو برخو څخه یوه وي.