1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستترکیه

ترکیې د غزې د شخړې له کبله له اسرائيل سره تجارت ځنډولی دی

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۴, جمعه

د ترکیې حکومت ويلي دي چې خپل دې ګام ته به تر هغه وخته دوام ورکړي څو اسرائيل غزې تراړې ته د بشري مرستو «بې له وقفې او کافي جريان» ته اجازه نه وي ورکړي. د ترکیې او اسرائيل اړيکې ورځ تر بلې خرابيږي.

https://p.dw.com/p/4fTj9
د ترکیې او اسرائيل ترمنځ په ۲۰۲۳م کال کې د تجارت حجم ۶،۸ میليارده امريکايي ډالر وو.
د ترکیې او اسرائيل ترمنځ په ۲۰۲۳م کال کې د تجارت حجم ۶،۸ میليارده امريکايي ډالر وو.انځور: Emrah Gurel/AP/picture alliance

د ترکیې د سوداګرۍ وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي دي: «له اسرائيل سره د تړاو لرونکو ټولو سوداګریزو توکو صادرات او واردات درول شوي دي.«

په دې اعلاميه کې زياته شوې ده چې دا اقدامات به تر هغه وخته پر ځای پاتې وي، څو اسرائيل اجازه ورکړي چې «غزې تراډې ته نه اخلال شوې او په کافي اندازه بشري مرستې ورسيږي.»

د دواړو هېوادونو ترمنځ په ۲۰۲۳م کال کې د تجارت حجم ۶،۸ میليارده امريکايي ډالر وو.

کاڅ، اردوغان د موافقو په نقض کولو تورن کړی

تر دې دمخه د اسرائيل د بهرنيو چارو وزير اسرائيل کاڅ، د اسرائيل د صادراتو او وارداتو په بندولو سره د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان، د توافقاتو په نقض کولو تورن کړی دی. کاڅ، د ايکس شبکې [پخوانی تويتر] له لارې ويلي: «د يوه ديکتاتور چلن همداسې وي چې د ترکیې د خلکو او سوداګرو ګټې او همداراز نړيوال تجارتي توافقات له پامه غورځوي.»

هغه وويل چې اسرائيل به له ترکیې سره د تجارت بديلونه وموندي او پر داخلي توليداتو او له نورو هېوادونو څخه پر وارداتو تمرکز کوي.

د پنجشنبې ورځې اعلاميه د تیرې مياشتې د هغو محدوديتونو ادامه ده چې ترکیې اسرائيل ته پر يو لړ صادراتي توکو وضع کړي ول.

ترکیې هغه وخت ويلي ول چې اسرائيل غزې ته د ترکیې د هوايي ځواک له خوا د مرستې رسولو د هڅې مخه نيولې ده.

د ترکیې او اسرائيل اړيکي لا پسې خرابيږي

په ترکیه کې چې له لږو اکثريت مسلمان نفوس لرونکو هېوادونو څخه يو دی چې اسرائيل یې په رسميت پيژندلی دی، د غزې د فلسطینيانو په ملاتړ پکې سترې مظاهرې شوي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو تر ښه کیدو څو کاله وروسته ترکیه اوس په غزه کې د اسرائيل د عملياتو پر يوه سرسختي انتقاد کوونکي اوښتې ده او ولسمشر رجب طيب اردوغان، اسرائيل يو «ترهګر دولت» بللی دی.

د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر ۷مه نيټه د حماس وسله والې ډلې غړيو پر اسرائيل بريد وکړ چې په نتيجه کې یې تقريباً ۱۲۰۰ کسان ووژل شول. وسله والو تر ۲۰۰ ډېر کسان يرغمل هم کړل.

اسرائيل تر دې بريد لږ وروسته د حماس د له منځه وړولو په موخه په غزه تراډه کې ځمکني عمليات پېل کړل. د حماس ډله د اسرائيل، امريکا متحده ايالاتو، اروپايي ټولنې او يو شمير نورو هېوادونو له خوا د يوه ترهګریز سازمان په توګه درجه بندي شوې ده.

د جګړو له کبله د غزې تراړې د ټول ۲،۳ میليون نفوس څخه کابو تر ۸۰ ډېر بې ځایه شوي دي او په غزه کې د وژل شويو شمير تر ۳۴ زرو او ۵۰۰ کسانو اوښتی دی.

ب. ص/ ن. ز (AFP, AP, Reuters)